دلوبغاړو په اړهلیګونه

لس اوریزه کرکټ لیګ کې تېر ماښام افغان لوبغاړو تباه کونکي لوبې ترسره کړې.

د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه کرکټ لیګ کې تېره ورځ دوې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه د ډکن ګلیډیټرز او بنګله ټایګرز لوبډلې ترمنځ او دویمه لوبه د ډهلي بولز او نارترن وایریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په یادو لوبو کې څلورو افغان لوبغاړو ښې لوبې ترسره کړې.

بنګله ټایکرز د حضرت الله ځاځي د ښې توپ وهنې او کریم جنت د ښې توپ اچونې پرمټ ډکن لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

ډکن لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې بنګله ټایګرز یاد هدف د لوبې په ۸ اور کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ.

د بنګله ټایګرز لوبډلې ته حضرت الله ځاځي بریدګره توپ وهنه ترسره کړه، نوموړي په ۲۶ توپونو باندې ۵۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، همدارنګه کریم جنت په ۲ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځوی.

په دویمه لوبه کې واریرز لوبډلې په لسو اورونو کې ډهلي لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکی، چې ډهلي لوبډلې دې هدف ته د لوبې په ورستي ۹.۵ اور کې ځام ورسوی.

د ډهلي لوبډلې ته افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو تیزي ۷۰ منډې او فضل حق فاروقي په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۱۵ منډې یې وسوځوی.

د یادونې ده چې رحمان الله په دویمه لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې