دلوبغاړو په اړهلیګونه

ظاهرخان او محمد نبي عیسی خېل اسټرالیا ته د رسیدو سره سم د تمریناتو لړۍ پیل کړه.

ظاهرخان پکتین او محمد نبي عیسی خېل چې څو ورځې وړاندې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې د ګډون په موخه یاد هیواد ته رسیدلي وو.

د قرنطین مودې د بشپړولو وروسته یې په لومړي ځل لوبغالي کې د تمریناتو لړۍ پیل کړه.

دواړه لوبغاړي د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د ملبورن رېنیګډز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي او یاده لوبډله راتلوونکي پړاو بیګ باش سیالیو کې له دوی ډیره تمه لري.

د ظاهرخان او محمد نبي ترڅنګ په یاد لیګ کې راشدخان،مجیب او نور افغان لوبغاړي هم ګډون لري.

د اسټرالیا بیګ باش سیالۍ راتلونکي میاشت پیلیږي چې سر له اوسه ورته لوبغاړو د تمریناتو لړۍ پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې چې په اسټرالیا کې لوبیدوونکي افغان لوبغاړي به د زمبابې په سفر کې د لوبډلظط سره شتون ونلري.خو تراوسه افغان کرکټ بورډ پدې اړه رسمي خبر ندی ورکړئ.

افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي میاشت د پنځو شل اوریزو او د درې پنځوس اوریزو سیالیو د ترسره کولو په موخه زمبابې ته سفر لري.

تراوسه ددغو سیالیو مهال ویش ندی په ډاګه شوی.

د افغانستان او زمبابې ترمنځ د سیالیو خبر د “کریک زمبابو” په نوم پاڼې ورکړی و،چې وروسته افغان کرکټ بورډ هم تایید کړ.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې