لیګونه

د کرکټ پخوانيو تقاعد شویو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ لیګ پیلیږي

عمان کرکټ ادارې خبر ورکړی چې دوی به د کرکټ پخوانیو تقاعد شویو لوبغاړو ترمنځ یو لیګ په لار واچوي، چې پکې به د نړۍ له مختلفو هېوادونو د کرکټ پخواني تقاعد شوي لوبغاړي ګډون وکړي.

د عمان هېواد د کرکټ ادارې رییس پنکاج خیمجي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پخوانیو لوبغاړو کوربتوب د عمان لپاره د ویاړ ځای دی، او په خبره یې چې دوی به یې ښه میلمه پالنه هم وکړي.

هغه زیاته کړي:
“دا د عمان کرکټ ادارې لپاره د ویاړ ځای دی چې د پخوانیو افسانوي لوبغاړو د لوبې کوربه توب کوي. دا به د عمان کرکټ لپاره خورا لوی خبر واوسي. د پخوانیو کرکټرانو دا ډول راټولیدنه په عمان کې بې ساري ده، دا د لوبو نوی پیل دی؛ زه ډاډه یم چې د عمان کرکټ لپاره به په بشپړ ډول نوی فرصت پرانیزي. موږ به د عمان کرکټ ادارې له لوري دغه افسانوي لوبغاړو ته غوره میلمه پالنه ورکړو، او دوی به مینوال خوښ وساتي “.

په یادو لوبو کې به د پاکستان هند، اسټرالیا، انکلستان سریلنکا او بعضې نورو هېوادونو څخه د کرکټ پخواني لوبغاړي په دریو لوبډلو کې یو د بل خلاف ولوبیږي.
یادې لوبډلې د انډیا، اسیا او ریسټ اف د ورلډ په نومونو نومول شوي.

د یادو سیالیو د ترسره کیدو په موخه د عمان د الاامارت کرکټ لوبغالي سربیره د اماراتو د دوبی، شرجه او ابوظبۍ کرکټ لوبغالي هم مشخص شوي.

د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به د ۲۰۲۲ کال په جنوارۍ میاشت کې پیل شي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې