بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

ستونزې یې دوام لري، د پرلپسې سیالۍ بایللو وروسته د بنګله دیش یو مهم لوبغاړی له نړیوال جام څخه بهر شو.

د بنګله دیش الراونډر لوبغاړی محمد سیف الدین د ملا ټپونو له امله لوبډلې څخه بهر شو او پر ځای یې روبیل حسین لوبډله کې شامل شو.

بنګله دیش په رسمي توګه د ټپي محمد سیف الدین پر ځای رابیل حسین د ۲۰۲۱ کال د شل اوریزو نړیوال جام د پاتې سیالیو لپاره په خپله لوبډله کې شامل کړ.

محمد سیف الدین د بنګله دیش د ټورنمنټ په لومړیو څلورو لوبو کې پنځه ویکټې واخیستې، خو د ملا د ټپي کیدو وروسته به نوره په دې لوبډله کې برخه وانخلي.

بل لورې ته روبیل یو له منظور شویو احتیاطي لوبغاړو څخه و، چې د بنګله دیش له لومړنۍ لوبډلې سره متحده عربي اماراتو ته تللی

د محمد سیف الدین ټپي کیدل د بنګله دیش لپاره یوه لویه ضایع ده، ځکه چې هغه د دوی لپاره یو له پیاوړو بالرانو څخه و، دا به وروسته معلومه شي چې د هغه پر ځای څوک د انګلستان خلاف مهمې لوبې کې لوبیږي.

تسکین احمد، شرف الاسلام او روبیل حسین هغه درې توپ اچونکي دي، چې نن به یې له ډلې یو د سیف الدین په ځای لوبډله کې ولوبیږي.

ټاکل شوې ده، چې بنګله دیش نن په ابوظبۍ کې د سوپر ۱۲ پړاو په دویمه ګروپ کې د انګلستان سره لوبه وکړي.

انګلستان له ویسټ انډیزه څخه لومړۍ لوبه ګټلې او بنګله دیش بیا له سریلانکا څخه په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې