دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کوینټن ډي کوک د ویسټ انډیز خلاف په لوبه کې نه لوبیدولو،بحثونه را پورته کړي

کوینټن ډي کوک چې د سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډلې یو مشهوره لوبغاړی دی،خو نوموړی د ویسټ انډیز خلاف په لوبه کې شتون نه درلوده چې اوس یې ځینې بحثونه را پورته کړي دي.

سویلي افریقا هیواد چې د ډیرې مودې راهیسې پکې د تور پوستکو او سپین پوستکو ترمنځ نژاد پرستي روانه ده.د تیرو څو کالونو راهیسې سویلي افریقا لوبډلې ته هم داخله شوي ده.

د ویسټ انډیز خلاف د لوبې څو ساعته وړاندې سویلي افریقا کرکټ بورډ یوه اعلامیه خپره کړه،چې پکې خپلو لوبغاړو ته یې امر کړی وو،چې د هرې سیالۍ وړاندې زنګون کېش ترسره کړي.

یاد زنګون کېش د “تور پوستکو ژوند مهم دی” تر سرلیک لاندې پدې وروستیو کې د خواخوږی په موخه د زیاترو هیوادونو د لوبډلو لخوا ترسره کیږي.

زیاتره لوبغاړي د “تور پوستکو ژوند مهم دی” د هغوی سره د ملاتړ په موخه یا زنګون کېش او یا هم سوک پورته کوي.

د ویسټ انډیز خلاف په لوبه کې ویل کیږي چې ډي کوک نه غوښتل چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ لخوا په دوی اجباري کار ومني او له همدې کبله یې له سیالۍ انکار کړی دی.

تراوسه ډي کوک د سیالۍ پریښودلو په اړه کوم څه ندي ویلي.

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مشر بویوما چې پخپله تور پوستکی دی،ویلي ډي کوک یو ستر لوبغاړی دی او دوی ورته احترام لري.دوی نه پوهیږي چې ډي کوک ولې د ویسټ انډیز خلاف له سیالۍ انکار وکړ.

بویوما زیاته کړه،ډي کوک خپله سلیکشن کمیټې ته هم ویلي وو چې په سیالۍ کې یې اعلان نه کړي.

سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي،دوی تراوسه د ډي کوک د لوبې د انکار په اړه څه نشي ویلی او دوی به د ټیم منجمینټ څخه معلومات ترلاسه کړي.

لدې وړاندې ډي کوک ویلي وو،چې دوی نشي کولای چې د بورډ هره اجباري پریکړه په ځان ومني.

تراوسه ښکاره نده چې ډي کوک به روان نړیوال جام کې نورو پاتو سیالیو ته دوام ورکړي او که نړیوال جام به نیمایي کې پریږدي.

د ډي کوک د لوبې نه کولو سره د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې دننه هم د تور پوستکو او سپین پویستکو ترمنځ درزونو را منځ ته شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې