دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

ټیم سوتي د بابر اغظم په سوځولو سره په دغه لوی ریکارډ کې ځان شامل کړ.

د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام په دوام لوبه ترسره شوه چې پکې پاکستان په ۵ ویکټو بریا خپله کړه.

د نیوزیلینډ لوبډلې چټک توپ اچونکي «ټیم سوتي» په دغه سیالۍ کې د لوبې شپږم خو خپل دریم اور کې د بابر اعظم ویکټ په کلین بولډ سره ترلاسه کړه چې په دې سره یې د شل اوریزه فارمټ «۱۰۰» ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي دغه کارنامه په خپله ۸۴ مه لوبه او ۸۲ م اننګز کې د بابر اعظم په سوځولو سره ثبت کړه.

ټیم سوتي د نړۍ په کچه له شکیب الحسن او لاسیت مالېګنا وروسته دریم لوبغاړی شو چې په شل اوریز فارمټ کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي، خو د نیوزیلینډ لوبډلې لومړی توپ اچونکی دی چې شل اوریز فارمټ کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

په نړیواله کچه شل اوریز فارمټ کې شکیب الحسن په ۱۱۷، لاسیت مالېنګا په ۱۰۷، ټیم سوتي په ۱۰۰ او راشدخان په ۹۹ ویکټ اخیستو سره مخکښ ویکټ اخیسونکي توپ اچونکي دي.

د نیوزیلینډ په کچه بیا ټیم سوتي په ۱۰۰، ایش سودي په ۷۵ او میچل سینټنر په ۶۱ ویکټو سره د نیوزیلینډ مخکښ ویکټ اخیستونکي توپ اچونکي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې