دلوبغاړو په اړه

هرجن سینګ،محمد عامر ته: د پیسو لپاره په یوه شي صرفه نه کوئ

که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې درې ورځې پای ته ورسیدې،خو په ټولنیزو رسنیو یا ټویټر کې د محمد عامر او هربجن سینګ ترمنځ شخړه پای ته نده رسیدلې،لا هم دوام لري او دواړه لوبغاړي په ټویټونو سره یو او بل ته ځواب ورکوي.

د دوی ترمنځ شخړه له هغې وروسته پیل شوه چې محمد عامر د ویډیو هغه پخوانی کليپ خپور کړ،چې شاهد افریدي په هربجن سینګ شپږیزې وهي.

هربجن سینګ هم خاموشه پاتي نشو او د هغې د درغلۍ پیغور یې ورکړ چې په ۲۰۱۰ کال کې د انګلستان خلاف په ټیسټ لوبه کې محمد عامر او ورسره دوو نورو پاکستاني لوبغاړو د پیسو په بدل کې “نو بال” ترسره کړی وو.

هربجن سینګ په ټویټر پاڼه ورته ولیکل: په لارډز لوبغالي کې د نو بال څه قیصه وه؟؟ څومره پیسې درته پاتي شوې…شرم دې به تا او ستا په ملاتړو وي چې داسې ښکلي لوبې ته زیان رسوي.”

هربجن سینګ زیاتوي،ستاسو په شان خلک یوازې د پیسو شوقیان دي،نور خپل عزت نه پيژني او د پیسو په بدل کې له هر څه تیریږي.

هربجن سینګ محمد عامر ته په ځواب کې خپله هغو ویډیو هم خپره کړې چې په محمد عامر یې شپږیزه وهلې.

نوموړي ورسره لیکلي:” فېکسر ته سیکسر” درغلي ګر ته شپږیزه.

د یادونې وړ ده چې د هند په وړاندې د پاکستان د بریا وروسته شعیب اختر هم په ټویټر پاڼه هربجن سینګ ته په ځواب کې لیکلي وو،چې باجي د هند لوبډلې به پاکستان کې ختل داسې وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې