دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډ یو ستر ګذار وخوړ چې یو مهم لوبغاړی یې د شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شو.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډل‌ چټک توپ اچونګی «لوکي فرګوسن‹ د پښې د ټپ له امله د شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شو.

د نیوزیلینډ کرکټ لخوا د ورکړل شوي خبر له مخې، فرګوسن د پاکستان په وړاندې د دوی سیالۍ پیل څخه یوه ورځ مخکې د روزنې پرمهال په خپل ښۍ پښه کې د درد احساس کاوه، ورپسې د «ایم آر آی» سکینونو څرګنده کړه چې فرګوسن له دریو څخه تر څلورو اونیو پورې د بیا رغونې مودې ته اړتیا لري.

نیوزیلینډ د نړیوال جام پیلیزه لوبه تېره شپه د اکتوبر ۲۶ مه نېټه د پاکستان خلاف ترسره کړه چې د پاکستان لخوا د پنځو ویکټو ماتې سره مخ شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې چټک توپ اچونکي لوکي فرګوسن تر وتلو وروسته به یو بل چټک توپ اچونکی اډم مېلن د نیوزیلینډ لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شي.

د نیوزیلینډ لوبډلې مشر روزونکي «ګیري سټیډ» وویل چې د لوکي فرګوسن ټپي کېدل په حقیقت سره چې د لوبډلې او فرګوسن لپاره ستر زیان دی، لوبډله به د نوموړي تشه اخساس کړي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه زموږ د شل اوریزه فارمټ لپاره لویه هستي ده او اوس مهال په ښه فارم کې و، نو پدې وخت کې د هغه له لاسه ورکول وقعیاً زموږ لپاره یو ستر ګوزار دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې