نړیوال کریکټ

نیوزلینډۍ لوبډله له یو سخت حالت تیريږي؛ ددوی یو بل مهم لوبغاړی هم د پاکستان خلاف لوبه کې ټپي شو

نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله چې د روان کال لومړیو کې یې د ای سي سي د ټېسټ لوبو چمپین شیپ اتلوالي پورته کړه، په اووم پړاؤ نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان او هند ترڅنګ په دوهم ګروپ کې قرار لري.

نیوزلینډی لوبډلې که څه هم د پاکستان خلاف تر لوبې مخکې خپل چټک توپ اچونکی لوکي فیرګیوسن له لاسه ورکړی ؤ، د نړیوال جام لومړی رسمي لوبه کې یې یو بل مهم لوبغاړی هم ټپي شوی.

د نیوزلینډ بریدګر پیلیز توپ وهونکی مرټن ګېپټل د لوبې پیلیزو اورونو کې په پښه ولګیدو چې وروسته یې ژر ویکټ هم له لاسه ورکړه.

د نیوزلینډ لوبډلې روزونکي ګیري سټېډ تر لوبې وروسته د ګېپټل په اړه ویلي:
“ګېپټل د لوبې وروسته ډېر خوابدی مالومیدو، وبه ګورو چې هغه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې کوم حالت ته ځي “.

نېوزلینډ کچرته مرټېن ګپټېل له لاسه ورکوي نو دا به په روان جام کې د یادې لوبډلې لپاره دوهمه لویه ضایع واوسي.

نیوزلینډ خپله لومړی لوبه د پاکستان خلاف په پنځو ویکټو بایلوده او د نړیوال جام په دوام به خپله راتلونکي لوبه د هندوستان خلاف د اکټوبر په ۳۱ ترسره کړي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې