افغانستان کریکټ

نړۍ یې په رسمیت نه پیژني، په نړیوالو لیدنو کې د تاالبانو بیرغ نه لګول کیږي، خو جنرل موبین وایي په لوبغاړو کابل هوایي میدان کې سپین بیرغ په زور ښکلوم.

د تالبانو یو لوړ پوړي چارواکي «جنرل موبین» په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې لوبغاړي باید د درې رنګه بیرغ رپولو او یادولو تېر شي کنه کابل هوایي میدان کې د رتګ په وخت کې په زور ورباندې سپین بیرغ ښکلوم.

د هغه په خبره کرکټ بورډ ته پیسې تالبان ورکوي او هم یې تالبان اداره کوي، خو د هغه معلومات نیمګړي دي ځکه چې کرکټ بورډ ته پیسې د کرکټ نړیواله شورا ورکوي، او هم کرکټ بورډ باید له سیاست لرې وي کنه د کرکټ نړیواله شورا لخوا به له بندیز سره مخ شي.

موبین په خپلو خبرو کې زیاتوي چې هر کار یې په زور کړی او سپین رنګ بیرغ هم په خلکو او لوبغاړو په زور مني.

د یو هېواد بیرغ باید د ولس په خوښه جوړ شي چې د علماوو نیولي تر سیاسیونو او مشرانو خپله رایه ورکړي، خو تاالبان غواړي د خپلې ډلې بیرغ په ولس په زور ومني.

نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون د همدې لپاره منل شوی و چې د ملي بیرغ او ملي سرود لاندې سیالۍ ترسره کړي، د غیر رسمي بیرغ په درڅ کې به ورسره نورو هېودونه له سیالۍ څخه بایکاټ اعلان کړي.

تراوسه چې تالب چارواکي بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي نو د لیدونو پرمهال یې بیرغ نه لګول کیږي، خو جنرل موبین له افغان لوبغاړو څخه د سپین رنګه بیرغ ملاتړ غواړي.

جنرل موبین نور داسې سپک الفاظ هم کارولي دي چې ممکن د ویلو نه وي، ومو نه غوښتل چې یې په لیکنه کې اضافه کړو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې