دلوبغاړو په اړهلیګونه

نوین الحق د بیا ځل لپاره له لیسټر شایر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچونکي نوین الحق د ۲۰۲۲ کال ویټالتي بلاسټ په سیالیو کې له خپلې پخوانۍ لوبډلې لیسټر شایر سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ.

نوین په ۲۰۲۱ کال ویټالټي بلاسټ سیالیو کې تر ټولو توبږپ اچونکو مخکښ وو، نوموړې په تېر فصل کې خپلې لوبډلې ته ۲۶ ویکټې ترلاسه کړې.

نوین چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د شل اوریزو نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي، سږ کال یې په بلاسټ کې په هره لوبه کې لږ تر لږه یوه ویکټه واخیسته، چې د ۱۷.۵۷ اوسط او د اقتصادي توپ اچونې کچه یې ۸.۶۷ منډې وې.

لیسټرشایر تیر کال د نهو ټیمونو په ګروپ کې شپږم ځای خپل کړ او  په کوارټر فاینل کې د دریو نمرو نه ترلاسه کولو په پایله کې یې دویم پړاو ته لاره پیدا نکړه.

د لوبډلې له اوټ کېدو څخه وروسته نوین وویل، چې هغه امید لري په راتلونکې فصل کې د لوبډلې سره زیاته مرسته وکړې تر څو ښه مخته ولاړه شي.

نوین په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل: “دا یوه اسانه پریکړه وه کله چې ما ته وویل شول لیسټر شایر لوبډله د راتلونکې فصل لپاره ما ته د بیا لاسلیک کولو وړاندیز کړې دی.

په دې لوبو کې نورو لوبډله هم غوښتل به راتلونکې فصل کې ما له ځان سره ولري، خو ما تیر فصل په لیسټرشایر لوبډله کې له خپل وخت څخه خوند واخیست او په دې لوبډله کې ډېر ښه احساس کوم، د کلب د مشر روزونکي څخه ځانګړې مننه.”

روزونکي نیکسون وویل، چې هغه خوښ دی نوین د سږکال له بریا وروسته بیا د دوی له لوبډلې سره د لوبېدو په موخه لاسلیک وکړ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې