افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

د غازي امان الله خان جام یو ورځنۍ یا لېست اې سیالۍ تر پایلوبې ورسیدې

یادې سیالۍ چې د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې پیل شوي؛ لومړی نیمه پایلوبه کې یې امو زون د بندآمیر خلاف په ۳۱ منډو بریا خپله کړه.

امو لوبډلې په پوره پنځوس اورونو کې د عبدالمالک ۱۳۷ او عمران میر ۵۹ زیاتو منډو پر مټ بندامیر ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکو. د بند امیر لپاره په توپ اچونه کې نجات مسعود ښه وځلېده او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

ځوابي لوبه کې بند امیر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۰ منډې ترلاسه کړې.
د بندامیر لوبډلمشر ضیاءالحق په یاده لوبه کې خپلې لوبډلې ته ښه وځلېده او ۶۶ منډې یې ترلاسه کړې، د نوموړي ترڅنګ نثار وحدت ۵۸، امان الله رفیقي ۵۳ او عبدالرحمن ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو لوبډله یې بریا ته ونشوای رسولی.

امو زون لوبډلې ته په توپ اچونه کې عبدالواسع ښه توپ اچوونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې وسوځول، ترڅنګ یې ظهیب هم ۳ لوبغاړي او ابراهیم یو لوبغاړی وسوځؤ .

په یادې بریا سره امو زون د دوهم ځل لپاره د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته ځان ورسو.
د لوبې غوره لوبغاړی عبدالمالک ونومول شو.
نن به د یادو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې مس عینک د بُست زون خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یادو سیالیو دفاعي اتله د مس عینک لوبډله ده چې سږني سیزن کې به له خپلې تیرې اتلوالۍ دفاع کوي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې