نړیوال کریکټ

د شل اوریز نړیوال جام په دوام نن یوځل بیا دوه سیالۍ ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز نړیوال جام په دوام نن د اکتوبر ۲۷ مه نېټه دوه سیالۍ ترسره شي.

لومړۍ لوبه د لومړۍ ګروپ څخه د انګلستان او بنګله دیش ترمنځ ماسپښین ۲:۳۰ بجې ترسره کیږي.

انګلستان په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه د ویسټ انډیز خلاف ترسره کړه او په شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه چې د خپل ګروپ جدول کې لومړی مقام لري.

بنګله دیش بیا لومړۍ سریلانکا ته وبایلله چې د نمرو جدول کې پنځم مقام لري، دواړه لوبډلې به نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې ابوظبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې لوبه وکړي.

د نن ورځې دویمه لوبه بیا د دویم ګروپ څخه د سکاټلینډ او نمیبیا ترمنځ ترسره کیږي، د نیمبیا لومړۍ لوبه ده، خو سکاټلینډ خپله لومړۍ لوبه افغانستان ته وبایلله، نن به دویمه لوبه ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې