افغانستان کریکټمقالېنړیوال کریکټ

د افغانستان لومړۍ بریا، د مجیب او راشدخان توپ اچونه، هند او پاکستان دواړه ورخطا کړي دي.

افغانستان به د شل اوریز نړیوال جام په دوام خپله دویمه خو پاکستان به دریمه لوبه سبا نه بل سبا د اکتوبر ۲۹ مه نېټه ماښام ۶:۴۰ بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي ترسره کړي.

افغانستان په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه د سکاټلینډ خلاف ترسره کړه چې په ۱۳۰ منډو یې ماتې ورکړه او د روان نړیوال جام ترټولو غوره “ریټ رن ریټ” یې وګټۀ.

خو پاکستان د دوه سرسختو سیالانو هند او نیوزیلینډ خلاف بریاوې ترلاسه کړې چې هندوستان یې په لسو او نیوزیلینډ یې په پنځو ویکټو مات کړ.

د نړیوال جام دویم پړاو ته به له هر ګروپ څخه یوازې «۲» لوبډلې ځي چې نېغ په نېغه به سیمي پینل لوبوي، له همدې امله هرې لوبډلې ته په کار ده چې د خپل ګروپ خپلې ټولې «۵» لوبې وګټي، کنه څلور سیالۍ خو حتماً وګټي.

پاکستان نسبتاً ښه چانس لري، ځکه دوی لومړۍ دوه لوبې ګټلي او نسبتاً قوي لوبډلې یې هم ماتې کړي، ممکن دویم پړاو ته د تلو چانس یې زیات وي، خو هند، نیوزیلینډ او افغانستان به هڅه کوي چې د دویمې لوبډلې په توګه سیمي پینل ته ځان ورسوي.

د سکاټلینډ له ماتې وروسته د هند او پاکستان په رسنیو په افغان لوبډله بحث کیږي، د افغان لوبډلې توپ وهونکي چې تر نهمې ویکټې توپ وهونکي لري، بیا ورو توپ اچونکي، راشد، مجیب او محمدنبي چې د دوی ۱۲ اورونه لوبول به مقابل لوري ته له خطره خالي نه وي.

محمد عامر له وړاندې ویلي و چې پاکستان باید هند پرځای له افغانستان ویره ولري، هندي مبصر ګواسکر هم ویلي چې افغان لوبډله داسې پیلیز توپ وهونکي لري چې د بایللو په کیسه کې ندي خو چټکه لوبه کوي.

افغانستان د اماراتو په لوبغالو ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې چې شل اوریزه فارمټ کې ترسره شو، ښې لوبې وکړې، لرې نه وه چې د هند سره پایلوبه ولوبوي، خو د کمې تجروبې له امله په دویم راونډ کې بهر شوه.

نړیوال مبصرین په دې اند دي چې افغان لوبډله ښه توپ وهونکي او د شل اوریزه فارمټ “ځانګړ” لوبغاړي لري، که دوی هند یا پاکستان ته تر ۱۶۰ یا ۱۷۰ منډو هدف ټاکي نو لرې نده چې د دوی ورلډ کلاس ورو توپ اجونکي به ترې دفاع وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې