مقالېنړیوال کریکټ

حیران به شئ، ایا پوهيږئ کرکټ کې د ویکټې یو بیل یا سټمپ څونده قیمت لري؟

په تیرو لسو کلونو کې په کرکټ کې نوې ټیکنالوژي معرفي شوه، چې په دې ډله کې د لیډ سټمپ هم شامل وو.

دا سټمپ د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا په بیګ باش کرکټ لیګ کې وکارول شو، چې وروسته بیا په ټوله نړۍ کې د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې معرفي شو.

د دې سټمپ لګښت د کارول شوي عادي سټمپ ضمانتونو په پرتله ۱۲ فیصده ډېر دی، د سرچینو په وینا ۴۵۰۰۰ زره ډالره په آسټرالیا کې د پیرودلو لپاره د لیډ سټمپونو اعظمي بیه ده.

په هند غوره لیګ کې یې بیه ۳۰ لکه هندئ کلداري ده او همدارنګه په پاکستان لیګ کې ۴۷.۵ لکه پاکستانۍ کلداري بیه لري.

دا سټمپ د اسټرالیایي میخانیک پوه (برونټ ایککرمن) لخوا د کرکټ نړۍ ته وړاندې شو، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال بیګ باش لیګ و ازمایل شو.

د دې ترڅنګ په نړیوالو لوبو کې بیا د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د هند له لورې وکارول شو.

دا سټمپونو د نورو څخه جلا د یو ډول قوي پلاسټیک څخه جوړ شوي، چې د لرګیو په پرتله ۱۲ سلنه کلک والی لري.

د کرکټ دغه بيل يا سټمپ د يوه ايفون په اندازه قيمت لري، ددې مکمل سيټ په ۴۰۰۰۰ ډالره دى.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې