بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

محمد رضوان: محمد شامي یو ستوری دی، د هغه درناوی وکړی.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی محمد رضوان وایي، هندی محمد شامي یو ستوری دی او مهرباني وکړی د هغه درناوی وکړی.

د هند ښي لاسی تېز توپ اچونکی محمد شامي د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۲۴ مه په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته پر ټولنیزو رسنیو له ناوړه چلند سره مخامخ شو.

پر ټولنیزو رسنیو له غبرګونونو وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکټ پخواني او اوسني لوبغاړي د محمد شامي سره ولاړ دي او د ناوړه چلند او شخصي بریدونو پر وړاندې یې غږ پورته کړی دی.

د هند پر وړاندې د پاکستان لوبډلې بریا ته رسونکي لوبغاړي محمد رضوان هم د خپل ملګري هندي تېز توپ اچونکی لپاره ټویټ کړی او د نړۍ له مینه والو یې غوښتي  چې د خپلو ستورو درناوی وکړي ځکه چې دوی بې سارې قربانۍ ورکوي.

د دې ترڅنګ نوموړې زیاته کړه:” د خپل هیواد او خلکو لپاره هر ډول فشار، مبارزې او قربانۍ یو لوبغاړی له ځانه سره لري، چې دا باید د ټولو د پام وړ وي.

محمد شامي یو ستوری دی او په حقیقت کې د نړۍ تر ټولو غوره بالر دی  مهرباني وکړی خپلو ستورو ته درناوی وکړی، د کرکټ لوبه باید خلګ سره راټول او یو موټي کړ.”

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې