افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهریکارډونه

راشدخان په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې د شاهد افریدي او تیم سوتي ریکارډ له مخې لیرې کړ.

د افغان ملي لوبډلې سلو توپ اچونکي راشد خان ارمان تېر ماښان په لوبه کې د پاکستاني شاهد افریدي او نیوزلینډي تیم سوتي ریکارډ په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې مات کړ.

راشد درېیم لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې له ملنګا او شکیب څخه وروسته زیاتې ویکټې اخلي.

خان دې ستر ریکارډ ته په خپله ۵۳مه شل اوریزه نړیواله لوبه کې، چې تېر ماښام یې د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کوله ځان ورسوی.

په پرونۍ لوبه کې راشد د ۹ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول، چې د خپلو ویکټو شمېر یې ۹۹ ته پورته کړ، له دې مخکې راشد په ۵۲ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ۹۵ لوبغاړي سوځلې وه.

په لومړي ځای کې شکیب الحسن ۱۱۷ ویکټې، دویم ځای کې ملنګا ۱۰۷ ویکټې، درېیم ځای کې راشدخان ارمان ۹۹ ویکټې، څلورم ځای کې تیم سوتي ۹۹ ویکټې او په پنځم ځای کې شاهد افریدي ۹۸ ویکټې ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده، که راشد په خپله راتلونکې لوبه کې یوه ویکټه بله هم ترلاسه کړي، نو نوموړې به لومړنی لوبغاړی سی، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې تیزې سل ویکټې بشپړوي.

افغانستان به خپله راتلونکې نړیواله شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ماښام ۶:۳۰ بجې د پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې