نړیوال کریکټ

د شل اوریز نړیوال جام په دوام نن ورځ دوه مهمې سیالۍ ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز نړیوال جام په دوام نن د اکتوبر ۲۶ مه نېټه دوه مهمې سیالۍ ترسره شي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ ترسره کیږي، ویسټ انډیز د شل اوریز نړیوال جام دواړه تمریناتي او یوه رسمي لوبه وبایلله، دوی د ګروپ وروستی مقام له ځان سره لري.

خو د ویسټ انډیز سیالې لوبډلې سویلي افریقا بیا دواړه تمریناتي سیالۍ وګټلې خو رسمي لوبه یې استرالیا ته وبایلله، دوی په خپل ګروپ کې څلورم مقام لري.

د نن ورځې دویمه لوبه د «دویم ګروپ» څخه د نیوزیلینډ او پاکستان ترمنځ د شپې ۶:۴۰ بجې ترسره کیږي، نیوزیلینډ یوه تمریناتي لوبې ګټلې او یوه بایللې، خو کومه رسمي لوبه یې نده کړې.

پاکستان بیا یوه تمریناتي لوبه وګټله او یوه وبایلله، خو رسمي لوبو کې یې سرسخت سیال په لسو ویکټ مات کړ چې په خپل ګروپ کې له افغانستان وروسته دویم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې