مرکې

کایل کوټزر: ځینې ټیمونه له مونږ ویره نه لري،خو دوی ته وریادوو چې باید له مونږ ویره ولري

د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کایل کوټزر وایي،ځینې ټیمونه د سکاټلینډ لوبډلې بیخي یادوي هم نه،خو دوی باید د سکاټلینډ لوبډلې څخه ویره ولري.

“ځینو ټیمونو په درست ډول مونږ نه یو مطالعه کړي،خو دوی باید د سکاټلینډ لوبډلې څخه ویره او تشویش ولري.مونږ ښه فوم کې یو او ښه ویاړونو په مخ روان کړي.”

د واټ په نوم د یادې لوبډلې یو بل لوبغاړي زیاته کړه چې سر له اوسه یې ویراټ کوهلي ته هم سم پلان نیولی دی.

ټاکل شوي چې د سکاټلینډ او افغانستان ترمنځ سیالي به د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

افغان لوبغاړو هم د یادې سیالۍ لپاره د بشپړ تیاري خبر ورکړئ دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر نبي عیسی خېل وایي:” دغه سیالۍ ته مینه وال هم ډیر په انتظار دي،دا ځکه چې افغانستان کې یوازینی خوښي هغه هم کرکټ دی.که چیرې مونږ پدغه ټورنمینټ کې ښه وځلیږو او بریاوې ترلاسه کړو.نو مینه وال به ډیر خوشحاله شي او د دوی په مخونو به مسکا وي.که چیرې مونږ دغه ټورنمینټ کې ښې لوبې وکړې،ان شاءالله هر څه به تغیر وکړي.”

د یادونې وړ ده چې افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې به د پنځه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د یو او بل په وړاندې لوبه کې سره مخ شي.

د سکاټلینډ او ایرلینډ ترمنځ شپږ لوبې ترسره شوي چې ټولې افغانستان ګټلي او تراوسه پکې سکاټلینډ بریا نده ترلاسه کړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې