افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهمرکې

نوین الحق: په نړیوال جام کې لوبېدل زما لپاره یو خوب وو.

د افغانستان د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی او د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوین الحق، وایي په نړیوال جلم سیالیو کې لوبېدل زما لپاره د خوب په شان وو.

نوین الحق له ایسفاین کریک اینفو سره په یوې تازه مرکه زیاته کړې:” زه د خپل ځان ملاتړ کوم چې د هرچا په وړاندې توپ اچونه ترسره کړ، وروسته له هغه چې زه په ویتالټي بلاسټ سیالیو کې غوره ویکټ اخیستونکی شوم اوس د افغانستان لپاره په نړیوال جام سیالیو کې لوبیدو ته لیواله یم.

د یوه ځوان لوبغاړي په توګه، کله چې ما کرکټ پیل کړ له زحمتونو او خواریو وروسته په نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان شوم، دا هر څه زما لپاره د خوب په شان وه، نو دا د ماشومتوب راهیسې زما یو خوب و، چې په ملي لوبډله کې هم ولوبیږم، ما د کرکټ لوبه هغه وخت پیل کړه کله چې ما د افغانستان لوبډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ نړیوال شل اوریز جام کې ولیدل.”

د دې ترڅنګ حمید حسن په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د لوبډلې برخه و او د نوموړې ښې توپ اچونې دې ته وهڅولم، چې پر مختګ وکړم، هر لوبغاړی دا چانس نه لری، چې په نړیوال جام کې د هغه چاسره یو ځای لوبه وکړي، کوم لوبغاړی، چې يې له ماشتوب څخه خوښیږي.

نوین الحق وایي، ” زه په کابل کې زیږیدلی یم او بیا د یو څه مودې لپاره پاکستان ته ولاړم، ځکه چې افغانستان کې وضعیت ښه نه وو.

د وضعیت له سمېدو سره سم بیرته کور ته راستون شوم. ما هلته د کرکټ لوبه نه ده پیل کړې، زه یوازې پنځه او شپږ کاله هلته ښوونځي ته تلم، کله چې زه افغانستان ته راستون شوم نو ما د کرکټ لوبه پیل کړل.

د ملي لوبډلې دا ځوان لوبغاړی په اوسنیو وختونو کې د هرې لوبډلې پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره کوي، ځکه نوموړی د نبي، راشد او مجیب تر څنګ د نړۍ په زیاترو لیګونو کې لوبېدلی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې