دلوبغاړو په اړهریکارډونهنړیوال کریکټ

له ۲۰۲۰ کال څخه تر دې دمه پورې راشد خان لومړنی توپ اچونکی دی، پوهیږئ څو ویکټې یې اخیستې؟

د افغان ملي لوبډلې سلو توپ اچونکی راشد خان ارمان له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه پورې لومړنی توپ اچونکی دی، چې زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.

راشدخان، شاهین افریدي، مستفیض الرحمن او حارث رؤف هغه څلور تېز او سلو توپ اچونکي دي، چې له ۲۰۲۰ کال څخه بیا تر روان ۲۰۲۱ کال پورې یې په شل اوریزه لوبو کې ډیرې ویکټې ترلاسه کړې دي.

په لومړي ځای کې ملي ستوری راشد خان شتون لري، نوموړې په شل اوریزه لوبو کې له ۲۰۲۰ کال څخه تراوسه ۱۱۳ لوبغاړي سوځولې.

دویم ځای کې شاهین افریدي ۹۳، مصطفیض الرحمن ۹۱ او حارث رؤف ۹۰ لوبغاړي سوځولې دي.

د دې ترڅنګ راشدخان په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې پنځم توپ اچونکی دی، چې زیاتې ۹۵ ویکټې یې ترلاسه کړې دي.

که راشد په نننۍ لوبه کې د سکاټلېنډ پر وړاندې درې ویکټې ترلاسه کړي، نو د پاکستاني شاهد افریدي ریکارډ به مات کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې