بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د هند پر وړاندې تر تاریخي بریا وروسته د بابر اعظم پلار په لوبغالې کې د خوشحالۍ اوښکي توې کړې.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ تېره ماښام د شل اوریزه نړیوال جام سیالیو په لړ کې د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه ترسره شوه، چې هند پکې سخته ماتې وخوړه.

د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه د بابر اعظم پلار هم له نږدې وڅارله، خو د بابر نیمه سلیزې او د هغه په کپتانۍ کې پاکستان ته د سترې بریا راوړلو پرمهال د بابر اعظم پلار په لوبغالې کې بې واکه اوښکې توې کړې او د ډیرې خوشحالۍ له امله یې پرله پسې وژړل.

پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې په دې ویډیو کې د بابر اعظم پلار ښکاری، د پاکستان تر بریا وروسته یې بې واکه له سترګو اوښکې ځی او د نوموړې شا وخوا ټول مینوال هغه په غیږ کې نسي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ کونکي د پاکستان تر تاریخي بریا وروسته د بابر اعظم له پلار سر یو ځای د خوشحالۍ اوښکي توې کړې.

هندوستان له ۱۲ پرلپسې لوبو وروسته له پاکستان څخه په لومړي ځل ماتې وخوړه او همدارنګه دا دوې لوبډلې پنځه ځله په شل اوریزه نړیوالو جامونو کې سره لوبېدلې وه، چې تر اوسه پورې پاکستان هند ته ماتې نه وه ورکړې.

د یادونې ده، چې بابر اعظم درېیم لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې یې د پاکستان ملي لوبډلې ته زیاتې منډې جوړې کړې دي، نوموړې په ۶۲ لوبو کې ۲۲۷۲ منډې لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې