بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

ای سي سي د بنګله دیش او سریلنکا لوبغاړو ته د تیرې لوبې سزا ورکړه

د اکټوبر پر څلورویشتمه بنګاله دیش د سریلنکا خلاف د اماراتو په شرجې نړیوال کرکت لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام په دوهم پړاؤ دوولس غوره لوبډلو کې سره مخ شول.

سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته، بنګله دیش ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پر دوام د سریلنکا او بنګله دیش دوه لوبغاړي لفظي شخړه وکړه چې له امله یې دواړه لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي لخوا په سزا ورسیدل.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې بنګالی توپ وهونکی لیتن داس د لوبې د شپږم اوور په پنځم توپ د لاهیرو کوماره له لوري د شاناکه په کېچ سره اوټ کړل شو.

دواړو د ویشتنځای په منځ کې خپلمنځي خبرې واړولې چې وروسته د لوبڅارانو او لوبغاړو لخوا یاده لفظي شخړه له منځه ولاړه.

تر لوبې یوه ورځ وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پدې اړه خپل غبرګون او پرېکړه اعلان کړه.
د ای سي سي د پرېکړې له مخې سریلنکایی توپ اچونکی کوماره د لوبې ۲۵ خو لیتن داس بیا د لوبې ۱۵ سلنه فیس جرمنه شول او هم د لوبغاړو د چلند کوډ ماتو پر اساس یو یو منفي نمبر هم ورکړل شو.

دواړه لوبډلې د روان نړیوال جام په لومړي ګروپ کې شتون لري چې راتلونکې سیالۍ به د انګلستان، اسټرالیا، ویسټنډیز او جنوبي افریقا خلاف ترسره کړي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې