دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انګلستان ته ښه خبر؛ د دوی غوره الروانډر لوبغاړی یو ځل بیا لوبو ته راستون شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله دا وخت په نړیوال جام کې د لوبیدو پر هدف، متحده عرب اماراتو کې شتون لري.

یاده لوبډله د روان کال وروستیو کې د اسټرالیا خلاف د تاریخي سیالیو اشیز پیل کوي.

تازه د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې ددغه لوبډلې الروانډر بین سټوکس ورته د بیا راګرځیدو خبر ورکړی.
بین سټوکس چې موده وړاندې د ګوتې د ټپونو او د ذهني نارامتیا له مخې له هر ډول کرکټ ځان ګوښه کړی و، تازه یې د بیا راتګ خبر ورکړی.

هغه زیاته کړي:
“ما خپل ذهني هوساینې ته لومړیتوب ورکولو لپاره وقفه درلوده او زما د ګوتې ستونزه هم حل شوي؛ زه د خپلو ملګرو لیدو او د دوی سره په میدان کې لوبیدو ته سخت منتظر یم، زه چمتو یم چې د اسټرالیا خلاف ولوبیږم.”

د انګلستان کرکټ بورډ د نارینه لوبغاړو کرکټ ډیریکټر ایشلي ګیلس د بین په راستنیدو خوښي ښکاره کړي.
هغه ویلي:
“د بین په ​​ګوته کې د خورا بریالي عملیات وروسته،د تیرو څو اونیو رهیسې زما او د بین او زموږ طبي کارمندانو او د هغه مدیریت ټیم ترمینځ خبرې روانې وې؛ وروسته بین ماته زنګ وواهه او ویې ویل چې هغه کرکټ ته بیرته راستنیدو ته چمتو دی او د لوبې کولو په اړه خوښ و؛بین سټوکس رښتیا هم په یاده لړۍ کې مهم رول ادا کوي.”

انګلستان پخپل نوملړ کې لاندې لوبغاړي شامل کړي:جیو روټ (لوبډلمشر) ، جیمز انډرسن ، جوناتن بیرسټو ، ډوم بیس ، سټوارټ براډ ، روري بارنس، جوس بټلر، زیک کرولي، حسیب حمید ، ډان لارنس ، جیک لیچ ، ډیویډ ملان ، کریګ اوورټن ، اولي پوپ ، اولي رابینسن، بین سټوکس ، کریس ووکس او مارک ووډ.

د پنځه ټېسټ لوبو یاده لړۍ به د روان کال د ډیسمبر میاشتې په پنځمه، اسټرالیا کې پیل شي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې