افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهمرکې

محمدنبي: په تېرو ۵۰ کلونو کې افغانانو خوشحالي نه ده لیدلې، خو کرکټ د دوی په شونډو مسکا راوستلې.

تازه افغان لوبډلمشر محمدنبي عیسی خیل د کرکټ نړیوالې شورا سره د یوه خبرې کنفرانس له لورې په خبرو کې وویل، افغانانو په تېرو ۵۰ کلونو کې خوشحالي نه ده لېدلې، د دوی لپاره کرکټ یوه لویه خوشحالي ده.

نوموړي د سبانۍ لوبې په تړاو زیاته کړه:” موږ د ټورنمنټ ټولو لوبو ته چمتوالی نیولی، د سکاټلېنډ پر وړاندې هم لوبغاړي ټول چمتو دي او موږ به خپلو مینوالو ته د کرکټ په ذریعه خوشحالۍ راوړو.

د نړیوال جام لپاره داخل او بهر ټولو ملي لوبغاړو تمرینات ترسره کړي، تر څو دا ځل ښې لاسته راوړنې ولرو، موږ په ګروپ کې د هرې لوبې لپاره په جلا جلا ډول پلانونه سنجولي او د هرې لوبډلې پر وړاندې به په جلا ډول لوبه ترسره کړو.”

د دې ترڅنګ نبي وویل، په دې نړیوال جام کې افغان لوبغاړي د ټولو مینوالو دعاو ته سخت ضرورت لري او مینوال دي افغان لوبغاړي په خپلو دعاو کې یاد ساتي.

” موږ هر وخت د نړیوال جام لوبو لپاره کولفایر کوی، خو اوس موږ په غوره ۸ لوبډلو کې شتون لرو، زیات خوشحاله یم”

محمد نبي د خپلو خبرو په پایله کې وویل، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د اماراتو له ویشنځایونو او د هغه ځای له شرایطو سره پوره بلدتیا لري، په همدې خاطر موږ د بریا چانس زیات لرو.

د یادونې ده، چې افغان ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا ماښام ۶:۳۰ بجې د سکاټلېنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې