افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهمرکې

راشدخان: د نړۍ په هر ځای کې چې لیګ وي لوبډلې کوښښ کوي لومړی افغان سلو توپ اچونکي واخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان وایي، افغان سلو توپ اچونکي د نړۍ په هر ځای کې لوبېدلي او په هر لیګ کې لوبډلې کوښښ کوي، چې افغان سلو توپ اچونکي واخلي.

راشدخان د افغان کرکټ اسوسېشن فیسبوک پاڼې سره په تازه مرکه کې زیاته کړه:” زموږ د ټاپ ارډر توپ وهونکي رحمان الله ګربز، حضرت ځاځی او شهزاد به د لوبډلو لپاره خطر ناک ثابت شي، ځکه دوی په وروستیو لوبو کې ډیرې ښې لوبې ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.

د دې ترڅنګ زموږ ټولو لوبغاړو د اماراتو په لوبغالو کې زیاتې لوبې ترسره کړي او بلدتیا لري، افغانستان ته یو بل ښه زیرې دا دی، چې زیات الراونډران لري، دا نړیوال جام به زموږ او د آسیا لوبډلو ته مشکل نه وي، په دې خاطر چې زموږ د افغانستان او د اماراتو ویشتنځایونه یو ډول دي او لوبغاړي پوره چمتوالی ورته لري.”

راشد له افغان کرکټ بورډ څخه هم مننه وکړه، چې د انډي فلؤر په څېر روزونکی یې په واک کې ورکړې دي، د نوموړي په خبره فلؤر د انګلستان د لوبډلې سره د لسو کلونو په موده کې پاته شوی او هغه خپلې تجربې په ښه توګه له افغان لوبغاړو سره شریکوي.

همدارنګه که افغان توپ وهونکي د ۱۴۰ او یا هم د ۱۵۰ منډو په شاوخوا کې مقابلې لوبډلې ته هدف ورکړ نو سخته به وي، چې د افغان توپ اچونکو پر وړاندې به دا هدف پوره کیږي.

د یادونې ده، چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ رسمې لوبه سبا ماښام د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړي.

د شل اوریزه نړیوال جام ټولو سیالیو ته افغان لوبغاړو د پوره چمتوالې خبر ورکړی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې