افغانستان کریکټلیګونه

د خوست پریمیر لیګ به په ژوندۍ بڼه خپور شي

ټاکل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د خوست (کي پي ایل) سیالۍ په لاره واچول شي.دغه سیالۍ به په خوست کې د غرغښت تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

کې پي ایل یا خوست پریمیر لیګ سیالیو ته د افغانستان کرکټ بورډ لخوا هم په رسمي ډول د ترسره کیدو اجازه ورکړل شوي ده.

د یاد لیګ تنظمیوونکي جهاد سنګین له افغان کریک انفو سره په خبرو کې ویلي،چې پدغه لیګ کې به د افغان کرکټ ملي لوبډلې،الف، نوولس کلنو او د کورني کرکټ غښتلي لوبغاړي شتون ولري.

جهاد سنګین زیاتوي،د یادو سیالیو د ژوندي خپروي په موخه یې د خوست سیمه ایز غرغښت تلویزون ادارې سره خبرې کړي او هغوی هم د یاد لیګ د ژوندي خپروي ډاډ ورکړئ دی.

“د یادو سیالیو د لایف یا ژوندي خپراوي په موخه، مونږ د خوست د غرغښت راډیو تلویزیون د نشراتو له مدیر ښاغلي رضوان میاخېل سره لیدنه وکړه او هغه ددغه لیګ په ښه ډول ترسره کولو کې د لازمې همکارۍ ډاډ څرګند راکړ.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې