افغانستان کریکټ

محمد عامر: د پاکستان زیاتره بحثونه په هندوستان دي خو افغانستان تر هغوی خطرناکه لوبډله ده.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی «محمد عامر» وایي چې شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله یوه خطرناکه لوبډله ده، خو چا ورباندې حساب ندی کړی.

محمد عامر چې د پاکستان کرکټ پریزینټرې «زینب عباس» سره په یو ټیوب چینل مېلما و خبرې کولې وویل:” افغان لوبډلې باندې باید حساب وشي او لوبډلې ترې وېره ولري.

محمد عامر وویل:” که چېرته افغان لوبډله لومړۍ توپ وهنه کوي او مخالفې لوبډلې ته ۱۶۰ یا ۱۶۵ هدف ټاکي، نو ۷۰ دا دې چانس شته چې افغانستان د ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغان لوبډله د توپ اچونې په ترکیب کې درې ټاپ ورو توپ اچونکي، محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمان لري، د دوی ۱۲ اورونه لوبول به مخالفې لوبډلې ته اسان نه وي چې لوی هدف ترې چیس کړي.

نوموړي د چټک توپ اچونکي نوین الحق یادونه هم وکړه چې د نړۍ د بېلا بېلو لیګونو کې لوبیږي، د ښه استعداد ترڅنګ ښه تجروبه هم لري.

نوموړي د اقغانستان توپ وهنه هم قوي یاده کړه چې نجیب الله ځدراڼ، ګربز او ځاځی ښه توپ وهونکي دي، که څه هم نوموړي د قیس احمد او نور احمد لکڼوال یادونه هم وکړه خو دواړه لوبغاړي د افغان لوبډلې نوملړ کې شتون نلري.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه له پاکستان او له هغې وړاندې د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د سکاټلینډ خلاف لومړۍ لوبه ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې