نړیوال کریکټ

د هند او انګلستان تر مینځ د ځنډول شوې ټیسټ لوبې نېټه معلومه شوه.

د هندوستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ پنځمه ټیسټ لوبه، چې د کرونا وایروس له وېرې ترسره نه شوه، اوس به بیا ځل د راتلونکي ۲۰۲۲ کال جولای میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د دواړو لوبډلو ترمینځ پنځمه او د لوبلړۍ پرېکړه کونکې ټیسټ لوبه، چې په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې د کرونا وایروس له امله وځنډېده اوس به د انګلستان په ایجبسټن لوبغالي کې ترسره شي.

دغه لوبه هغه مهال وځنډول شوه، چې د هند لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د کرونا وایروس شتون په ډاګه شو، او د یاد هېواد کرکټ ملي لوبډلې ځیني مسؤلین په هغه وخت کې په کرونا وایروس اخته شو.

له دې سره هممهاله به بیا د دواړو هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د شل اوره لوبو لوبلړۍ د جولای میاشتې په اوومه نېټه پیل شي.

د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د ۲۰۲۱ میلادي کال ټیسټ لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه مساوي، دویمه او څلورمه هندوستان لوبډلې خو درېیمه لوبه بیا انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وګټله.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې