مقالېنړیوال کریکټ

د هغه هېواد عجیبه کیسه چې نړیوال جام ته یې لار ومونده.

نمیبیا د ۲۰۲۱ م کال نړیوال جام کې ګډون لپاره ستره خوښي څرګنده کړه، د جمعې په ماښام یې ایرلینډ ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه او د سوپر ۱۲ مرحلې ته یې لار ومونده.

په دغه سیالۍ کې ایرلینډ لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې ۱۲۵ منډې وکړې.

نمیبیا ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په اتو ویکټو یې بریا خپله کړه، دوی له ایرلینډ وړاندې نیدرلینډ هم مات کړی و چې په دې توګه یې د سوپر ۱۲ مرحلې ته لار ومونده.

نمیبیا دا مهال د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د نارینه وو په شل اوریزه فارمټ درجه بندۍ کې ۱۹ م مقام لري، چې دا په نړیوال جام کې د ګډون لوبډلو ترټولو ښکته درجه بندي ده.

دا لومړی ځل دی چې نمیبیا په نړیوال ډګر کې د ټیسټ لوبې کولو هیواد ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار ومونده، دا دوی کرکټ تاریخ ترټولو مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.

نمیبیا به د سوپر ۱۲ مرحله کې له افغانستان، هند، پاکستان، نیوزیلینډ او سکاټلینډ خلاف سیالۍ ترسره کړي.

ایراسموس وویل: ” موږ د کرکټ یو کوچنی ملت یو او دا خورا ډیرې معنی لري، زموږ یو کوچنی هیواد دی، او لږ شمیر خلک یې کرکټ کوي، موږ باید په خپل ځان وویاړو.

کله چې دوه کاله دمخه نمیبیا ته د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» حیثیت ورکړل شو، دغه هیواد یوازې درې قرارداد شوي لوبغاړي درلودل، د ESPNcricinfo په وینا چې نمیبیا د کرکټ نهه ځایونه او پنځه د کرکټ کلبونه لري.

د نمیبیا مشر روزونکی «پیري ډي بروین» وویل: ” دا په نهایت کې یو خوب دی چې د دې لوبغاړو لپاره ریښتیا کیږي، دوی اوه یا شپږ کلن هلکان وو چې په نړیوال جام کې یې د هند یا پاکستان پروړاندې د لوبیدو خوب لیده او دا خوب په حقیقت بدل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې