نړیوال کریکټ

د شل اوریز نړیوال جام کوالیفای لوبې پای ته ورسېدې، نن رسماً د سوپر ۱۲ یا دولس غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیلیږي.

د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز نړیوال جام کوالیفای سیالۍ پای ته ورسېدې چې نن یې رسماً د دویم پړاو یا سوپر دولس لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیلیږي.

له کوالیفای څخه بنګله دیش او سریلانکا لومړي ګروپ ته کوالیفای شوې، په کوم کې چې استرالیا، انګلستان او نورې لوبډلې شتون لري.

نمیبیا او سکاټلینډ په دویم ګروپ ته کوالیفای شول په کوم کې چې افغانستان، هند، پاکستان او نیوزیلینډ شتون لري.

نن د سوپر مرحله پیلیږي چې پکې به د لومړي ګروپ څخه استرالیا د سویلي افریقا خلاف او انګلستان به د استرالیا خلاف ولوبیږي.

د استرالیا او سویلي افریقا ترمنځ لوبه نن ورځ ۲:۳۰ بجې پیلیږي چې د ابوظبۍ شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې به ترسره شي.

د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ لوبه ماښام ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې