بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د سویلي افریقا دوه مهم لوبغاړي له ټپونو وروسته نن لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې لوبیږي.

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټیمبا بووما او سلو توپ اچونکی تبریز شمسي چې مخکې یې د ټپونو له امله په لومړۍ رسمي لوبه کې لوبېدل شکې وه، اوس د یادې لوبډلې مسؤلینو ویلي، چې دواړه روغ شوي دي او نن به د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

شمسي په تمریناتې لوبه کې د پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ټپي شو، چې په هم هغه لوبه کې یې یواځې څلور توپونه ترسره کړل، او د ټپونو له امله د لوبې څخه بهر شو.

سلو توپ اچونکي شمسي تېره ورځ د فټنیس ازموینه ورکړه، چې په بریا سره یې پای ته ورسوله، بلخوا د دې لوبډلې لوبډلمشر ټیمبا بووما چې د سرېلنکا پر وړاندې لوبو کې ټپي شوی و، اوس روغ شوی، او نن په مهمه او لومړۍ لوبه کې به د اسټرالیا پر وړاندې د سویلي افریقا لوبډله رهبري کړي.

شمسي د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای لري، د عربي اماراتو ویشتنځایونه تر ډېره پورې سلو توپ اچونکو ته د ښې توپ اچونې زمینه برابروي.

په روان شل اوریزه نړېوال جام کې د ورو توپ اچونکو لوبول هرې لوبډلې ته خورا مهم دي او ممکن هره لوبډله له ځان سره په سکواډ کې دوه یا هم درې سلو توپ اچونکي ولوبوي.

د یادونې ده، چې تبریز شمسي يواځې یوې ویکټې ته اړتیا لري، تر څو په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۵۰ ويکټې بشپړې کړي.

سویلي افریقا به نن د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې غرمه ۲ نیمې بجې د سوپر ۱۲ غوره لوبډلو لومړۍ لوبه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې