بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

۲۰۲۱ شل اوریزه نړیوال جام کې به زیاتې منډې راهول او زیاتې ویکټې شامي اخلي، خو تمه لرم چې اسټرالیا نړیوال جام خپل کړي.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچونکی او اوسنی کرکټ مبصر بریټ لي وايي، په دې جام کې به زیاتې ویکټې محمد شامي او د ټورنمنټ زیاتې منډې لوکېش راهول جوړې کړي.

بریټ لي د کرکټ نړيوالې شورا سره په یوې ځانګړې مرکې کې زیاته کړه:” زه په نړیوال جام کې د هندې لوبغاړو ملاتړ کوم، چې د دوی له ډلې به یې یو زیاتې منډې او بل زیاتې ویکټې ترلاسه کړي.

ځکه راهول او شامي په تېر پړاو هند غوره لیګ سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړې، راهول د پنجاب لوبډلې ته په ۱۳ لوبو کې ۶۲۶ منډې جوړې کړې، که چیرې پنجاب لوبډلې د مخکې تګ چانس درلودای، دا لوبغاړی به په یاد پړاو کې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وای.”

د دې ترڅنګ نوموړي وویل:” د شل اوریزه نړیوال جام اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه پورې په خپل نوم نه دی کړی، اسټرالیا په دې برخه کې پاته راغلې، خو زه یې ملاتړ کوم.”

اووم پړاو شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تمه ده، چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله اتلوالي په خپل نوم کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۱ کال شل اوریزه جام سیالیو د سوپر ۱۲ پړاو سیالۍ سبا په ۲۳مه نېټه د سویلې افریقا او اسټرالیا ترمنځ په لوبه پېل شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې