بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړهمقالې

نړیوال شل اوریز جام ته د هندوستان په اعلان شوي نوملړ کې تر ټولو مالداره پنځه لوبغاړي وپیژنئ

هندوستان د کرکټ په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی، کوم کې چې د زیات کرکټ پر اساس یادې لوبې مذهبي بڼه خپله کړي.

پدې هېواد کې کرکټ لوبغاړي د هند د تر ټولو بډایه کسانو څخه ګڼل کیږي، او ددوی د بډایه کیدنې یو عمده لامل هم د هندوستان غوره لیګ یا IPL سیالۍ ښودل کیږي.

موږ درته د هغه پنځه بډایه لوبفاړي در پیژانو، کوم چې دا وخت د اووم پړاو شل اوریز نړیوال جام لپاره د هندوستان په لوبډله کې شامل شوي.

لومړۍ ـ ویرات کهولي
په یادو پنځو لوبغاړی کې لومړی هم ویرات کهولي دی.
ویرات کهولي نه یوازې د هندۍ لوبډلې، بالکې د نړۍ د بډایه کرکټرانو په لېست کې شامل دی.
د ویرات کهولي شتمني تر ۶۸۸ کروړه هندي کلدارو ښودل شوي.
نوموړی هر کال له ار سي بي لوبډلې ۱۷ کروړه هندۍ روپۍ ترلاسه کوي او هم له هند کرکټ بورډ ۷ کروړه هندۍ کلدارې معاش اخلي.
ویرات کهولي د انسټګرام په یوه پوسټ باندې له تجارتي شرکتونو ۲۵ لکه هندۍ کلدارې اخلي.

دوهم ـ روحیت شرما
د هند په اعلان شوي نوملړ کې،دوهم بډایه لوبغاړی روحیت شرما دی.
روحیت شرما چې د هند لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري، دوهم بډایه لوبغاړی د هند په اوسنۍ لوبډله کې حسابیږي.
نوموړی یوازې له ممبی لوبډلې د کال ۲.۰۶ ملیونه ډالر یا ۱۵ کروړه هندۍ روپۍ ترلاسه کوي.
د روحیت ټوله سرمایه ۱۷۲ کروړه هندۍ روپۍ حساب شوي.

دریم ـ راوي اشوېن
سپنر بالر راوي اشوېن هم د اووم پړاو نړیوال شل اوریز کرکټ جام لپاره د هندۍ لوبډلې دریم بډایه لوبغاړی ګڼل کیږي.
اشوېن چې له ځنډ وروسته یې په شل اوریزه لوبډله کې ځای پیدا کړی، که له یوې خوا د هند لپاره غوره ویکټ اخیستونکی دی خو له بل لوري بیا د اوسنۍ لوبډلې دریم بډایه لوبغاړی هم شودل شوی.
اشوېن د هند کرکټ بورډ سره په A+ کټګورۍ کې تړون لري او هم له ډهلي لوبډلې ۷.۶ کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کوي.
د اشوېن ټوله شتمني ۱۱۲ کروړه هندۍ کلدارې ښودل شوي.

څلورم ـ راوېندرا جادېجا
دې کې شک نشته چې جادېجا د اوسنۍ نړی یو پرمختللی کرکټ لوبغاړی دی.
ددغه الروانډر لوبغاړي ټوله شتمني په ۲۰۲۱ کال کې لس ملیونه ډالر ښودل شوي.

پنځم ـ هرډیک پنډیا
پنډیا په ۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ نړۍ ته د یو بریدګر الروانډر په حیث راودنګل.
نوموړی اوس وخت کې د هند له غوره الروانډرانو ګڼل کیږي.
په روان کال کې د نوموړي شتمني څلور ملیون ډالر حساب شوي.
پنډیا د کرکټ ترڅنګ په نورو برخو کې هم پانګه اچونه کړي او د میاشتې ۶۰ لکه کلدارې عاید ترلاسه کوي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې