ریکارډونهنړیوال کریکټ

سریلانکا لوبډلې په نیدلینډ ریکارډ جوړ کړ.

د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په دوام د نیدرلینډ او سریلانکا ترمنځ د کوالیفای راونډ وروستۍ لوبه روانه ده.

په دغه سیالۍ کې چې نیدرلینډ لومړۍ توپ وهنه کوله په ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې «۴۴» منډې وکړې.

دا د نیدرلینډ دویم ځل دی چې شل اوریز فارمټ کې مخالفې لوبډلې ته کم هدف ټاکي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۴ م کال کې د همدغه سریلانکا خلاف په ۳۹ منډو سوځېدلی وو او ۴۰ منډې هدف یې ټاکلی و.

خو عموماً د شل اوریزه فارمټ پنځم تر ټولو کم هدف په نننۍ سیالۍ کې وشمېرل شو.

لدې وړاندې ترکیه ۲۱، لسوتو ۲۶، ترکیه ۲۸، ترکیه ۳۲، نیدرلینډ ۳۹ هدف مخالفې لوبډلې ته ټاکلی وو، په دغه لیسټ کې ویسټ انډیز هم شامل دی چې ۴۵ هدف یې په ۲۰۱۹ م کال کې انګلستان ته ټاکلی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې