لیګونه

راپورونه: درېیم فلمي ستوری او ستورې هم غواړي هند غوره لیګ سیالیو کې لوبډله ولري.

د معلوماتو له مخې د هند سینما دوه مشهوره څېرې دیپیکا پاډکون او رنویرسینګ غواړي، هند غوره لیګ د دوه نوو لوبډلو څخه یوه لوبډله واخلي.

یادو دوه فلمي ستوري وروسته تر دې یاده پرېکړه، کړې چې مخکې هم په هند غوره لیګ سیالیو کې دوه فلمي ستوري شاهروخ خان او پریټي زینټا له ۲۰۰۸ کال څخه لوبډلې لري.

رنویر سینګ او ډیپیکا دواړه د سپورټ سره علاقه لري او په همدې خاطر هوډ لري ترڅو لوبډله واخلي.

هند کرکټ بورډ پلان لري، چې راتلونکي کال هند غوره لیګ کې دوه نوې لوبډلې اضافه کړي، چې د معلوماتو له مخې د یوې لوبډلې بیه له ۲۵۰۰ کروړه هندي کلدارو نیولې تر ۳۰۰۰ کروړه هندي کلدارو پورې ټاکل شوې.

د دوه نوو لوبډلو د کورنۍ لوبغالو په اړه هم شاید نژدې وخت کې پرېکړه وشي، چې د هند کوم لوي دوه ښارونه د دوه نوو لوبډلو کوربه لوبغالي ونوموي، خو ډېر احتمال شته چې احمداباد د یوې لوبډلې کوربه ښار وټاکي، ځکه احمداباد لوبغالي د کرکټ یو ستر لوبغالي یادېږي.

ځینو نورو مشهورو څېرو, سوداګرو او کمپنیو هم خپل غوښتنلیکونه د هند کرکټ بورډ ته سپارلي، تر څو یې د دوه نوو لوبډلو د بولۍ په مراسمو کې شامل کړي.

د دوو نوو لوبډلو د رانیولو مراسم به د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه په دوبي کې ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې