دلوبغاړو په اړهریکارډونهمقالې

شهزاد په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ویکټ ساتنې په برخه کې له سنګکارا، سرفیراز احمد او بټلر څخه مخکې دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي شپږم لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې یې په خپلې ویکټ ساتنې سره زیات لوبغاړي سوځولې.

مهيندر سينګ ډهوني، کوېنټن ډيکاک، ډينيش رامدين، مشفق الرحيم، کامران اکمل، محمد شهزاد، سرفراز احمد، جوس بټلر او کمارا سنګکارا په یادو ویکټ ساتونکو کې شامل لوبغاړي دي

په لومړي ځای کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او ويکټ ساتونکي مهيندر سينګ ډهوني د هندوستان لپاره په ۹۸ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ويکټ ساتنه کړې ده، چې په دې لوبو کې یې ۹۱ لوبغاړي سوځولي دي، ۵۷ يې کيچ کړي او ۳۴ يې سټمپ کړي.

همدارنګه کوینټن ډیکاک په ۵۷ لوبو کې۶۴ لوبغاړي سوځولي دي، ۴۹ يې کيچ کړي او ۳۴ يې سټمپ کړي.

ډينيش رامدين په ۷۱ لوبو کې ۶۳ لوبغاړي سوځولي،۴۳ يې کيچ کړي او ۲۰ يې سټمپ کړي دي، مشفق الرحيم په ۹۳ نړيوالو شل اوریزه لوبو کې ۶۱ لوبغاړي سوځولي دي، ۳۲ يې کيچ اوټ کړي او ۲۹ يې سټمپ کړي دي، کامران اکمل په ۵۸ لوبو کې ۶۰ لوبغاړي سوځولي دي، ۲۸ يې کيچ کړي او ۳۲ يې سټمپ کړي دي.

محمد شهزاد په ۶۵ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ۵۴ لوبغاړي سوځولي دي، ۲۶ يې کيچ کړي او ۲۸ يې سټمپ کړي دي.

سرفراز احمد په ۶۰ نړيوالو شل اوریزه لوبو کې ۴۶ لوبغاړي سوځولي دي، ۳۶ يې کيچ کړي او ۱۰ يې سټمپ کړي دي، کومارا سنګَکارا په ۵۶ لوبو کې ۴۵ لوبغاړي سوځولي، چې ۲۵ يې کيچ کړي او ۲۰ يې سټمپ کړي دي او جوس بټلر په ۸۲ لوبو کې۴۲ لوبغاړي سوځولي دي، ۳۳ يې کيچ اوټ کړي او ۹ يې سټمپ کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې