افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهریکارډونه

تبریز شمسي: د محمدنبي ریکارډ ماتول به لسیزي وخت ونیسي.

د سویلې افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی تبریز شمسي وایي، د محمدنبي هغه ریکارډ چې د ویسټ انډیز پر وړاندې یې خپل کړ لسیزي وخت به ونیسې، تر څول بل توپ اچونکی یې ماتوي.

تېر ماښام په تمریناتې لوبه کې نبي د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او ۲ منډې یې ورکړې.

د دې ریکارډ جوړولو وروسته شمسي په یوه ټویټ پېغام کې زیاته کړې:” تاسو راسی د محمدنبی دې ریکارډ ته وګوری په ۴ اورونو کې یې ۲ منډې ورکړي دي او ۳ لوبغاړي یې سوځولې دي.

زه وایم چې دا ریکارډ ماتول به لسیزي وخت ونیسې او یا به هم هیڅکله نشي مات، دا ریکارډ هغه وخت ماتیږي، چې یو لوبغاړی په ۴ اورونو کې ۱ منډه ورکړي او ۳ لوبغاړي وسوځوي، ولسمشره یو بل توپ اچونکي ته هم لږ څه وخت ورکړه، چې دغونده ښه مخې ته ولاړ شي.”

محمد نبي عیسی خیل د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د الراونډرانو په برخه کې لومړی ځای لري.

بل لورې ته شمسي په شل اوریزه نړیوال لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی او په درېیم ځای کې افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې