افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان له پاکستان سره حساب برابر کړ.

افغان لوبډله تېره شپه د شل اوریز نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې له ویسټ انډیز سره مخامخ شوه چې پکې افغان لوبډلې په ۵۶ منډو بریا خپله کړه.

افغانستان په لومړي وار توپ وهنې سره ۱۸۹ منډې وکړې، ځاځي او شهزاد پکې نیمه سلیزې ترلاسه کړې، وروستیو کې ګربز او نجیب هم ښه لوبه وکړه.

ویسټ انډیز د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې ۱۳۳ منډې وکړې او ۵۶ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.

روسټن چیس ۵۴ او پوران ۳۵ زیاتې منډې وکړې، افغانستان ته لوبډلمشر محمدنبي په ۴ اورونو کې ۲ منډې ورکړې ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په توګه افغانستان په خپل ګروپ کې له پاکستان سره حساب هم برابر کړ او نړیوال جام کې به په لوړ مورال ورسره ولوبیږي.

پاکستان تېره شپه له سویلي افریقا څخه په ۶ ویکټو ماتې ومنله، په دې توګه پاکستان او افغانستان له سویلي افریقا څخه ماتې ومنلې او ویسټ انډیز څخه یې بریا خپله کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې