لیګونه

اروپايي فوټبال کلب او سي وي سي وېنچړ کېپټل کمپنۍ هم ای پي ایل کې د ټیم اخیستو تکل کړی

هند کرکټ بورډ لا وړاندې خبر ورکړئ چې ۲۰۲۲ کال ای پي ایل سیالیو کې به دوه نوي لوبډلې هم اضافه کړي،خو تراوسه ددغه نویو لوبډلو نومونه ندي اعلان شوي.

هند کرکټ بورډ په همدې موخه د دوو نویو لوبډلو د پېرلو لپاره لیواله شرکتونو او سپانسرانو ته د اکتوبر ۲۰مه نېټه وروستۍ نېټه ايښودلي وه چې د همدې نېټې پورې له دوی سره اسناد جمع کړي او دغه نېټه تیره ورځ پای ته ورسیده.

د کرکبز د معلوماتو له مخې چې د ای پي ایل د نویو ټیمونو د پېرلو لپاره اروپايي فوټبال کلب او همداشان (CVC Venture Capital) په نوم شرکت چې په نړۍ کې یو سرمایه داره شرکت هم شمیرل کیږي،په ای پي ایل کې د یوې نوي لوبډلې اخیستلو لپاره اسناد جمع کړي دي.

سي وي سي امریکا میشته د سټیل او کولا شرکت دی،چې تر ۵۰۰ میلیون ډالرو زیاته سرمایه هم لري.

یاد شرکت زیاتره وخت رګبي نړیوالو سیالیو کوربتوب هم ترسره کوي.

هند کرکټ بورډ د دوو نویو لوبډلو لپاره د لوبډلو بیه ۲۰۰۰ کروړه هندۍ کلدارې اعلان کړي ده او سر له اوسه ویل کیږي چې نوي لوبډلې به لدې هم په پورته قیمت سره واخیستل شي.

ای پي ایل ته د دوو نویو لوبډلو د اخیستلو مراسم به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دغه مراسم به دوبۍ ښار کې ترسره شي،وبه لیدل شي چې کوم شرکتونه نوي لوبډلې اخلي او کوم نومونه به ورکړل شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې