نړیوال کریکټ

هغو اوازو ته د هند کرکټ بورډ مرستیال ځواب، چې هندوستان نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه لغوه کوي

پدې وروستیو کې د هند کرکټ بورډ د ځینو سرچینو په اساس داسې خبرونه ورکړل شو،چې شاید هندوستان د جامو کشمیر کې د پاکستان مداخلې په اساس به هند کرکټ بورډ په نړیوال جام کې له هندوستان سره پلان شوي سیالي ترسره نه کړي،خو اوس د هند کرکټ بورډ مرستیال راجیو شوکلا د یادو اوازو په ځواب کې خپل نظر څرګند کړ.

نوموړي وویل،جامو کشمیر کې چې کوم حالت او ظلمونه د پاکستان لخوا روان دي،د بخښلو وړ ندي.خو نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړه چې هندوستان باید د ای سي سي تر چتر لاندې برابرو شوو سیالیو کې برخه واخلي.

“مونږ په جامو کشمیر کې وژنې په کلکو ټکو غندو.د تروریستي ډلو په وړاندې باید جدي اقدام پورته شي.د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې د ستونزې په اړه باید ووایم.د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې د هغوی تر چتر لاندې سیالیو څخه تاسو نشئ کولای چې کومې لوبډلې سره د سیالیو کولو څخه انکار وکړئ.تاسو اړ یاست چې د ای سي سي په ټورنمینټونو کې له هرې لوبډلې سره لوبه وکړئ.”

هند کرکټ بورډ هر وخت د پاکستان ددغه دریځ په اړه چې د کرکټ سیریزونه ورسره ترسره کړي،ویلي،ترڅو چې پاکستان د ترهګریزو ډلو د ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی،تر هغې به له دوی سره د ای سي سي ټورنمینټونو پرته کومه سیالي ترسره نه کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې