بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

مکسویل: وارنر به خپلې جادوګرې توپ وهنې ته بیا راوګرځي.

د اسټرالیا ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی ګلین مکسویل د خپلې لوبډلې د پیلز توپ وهونکي ډیويډ وارنر په تړاو وایي، هغه به بیرته خپلې خطر ناکې توپ وهنې ته راوګرځي.

وارنر د نیوزلینډ پر وړاندې تېره دوشنبه خپله ویکټه په صفر منډو له لاسه ورکړه او د تېر په څېر یې یو ځل بیا لوبډله همداسې په سختو حالاتو کې پرېښوده.

له دې لوبې وروسته مکسویل زیاته کړه:” که تاسو کله هم د ورانر پر توپ وهنه باندې شک کوی، دا مطلق ښه نه دی، تاسو پوهیږئ هغه به دا هر څه ختم کړي او یو ځل بیا به خطرناکه توپ وهنه پېل کړي.

وارنر د ټولو درېیو واړو فارمټونو سوپر سټار دی، هغه په شل، پنځوس او ټیسټ لوبو کې زیاتې منډې جوړې کړې دي، خو بدبختانه وارنرد مارټینن ګپټیل له لورې د نیوزلینډ پر وړاندې د سختې ډګر ساتنې وروسته په صفر وسوځېد.”

وارنر وروسته تر هغه مایوسونکې توپ وهنه پېل کړه، چې په هند غوره لیګ سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې په دویم پړاو کې یوازې ورته په دوو لوبو کې لوبډلمشري ورکړل او له هغه وروسته یې د لوبډلې له ترکیب څخه لیرې کړ.

مکسویل د خپلو خبرو په پای کې، هیله مندي وښوده، چې وارنر به یو ځل بیا جادوګره توپ وهنه کوي او په نړیوال جام سیالیو کې به د خپلې لوبډلې لپاره ښه ځلیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې