بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

مورګن: که په روان شل اوریزه نړېوال جام کې مې کارګرداګي ښه نه وه، د لوبډلې له ترکیب څخه ځان باسم.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن وایي، که په دې جام کې ښې لوبې ترسره نه کړي، نو د لوبډلې له ترکیب څخه به خپله ځان اوباسي.

مورګن په دې ورستیو کې په لوبډله کې ښه نه ځلیږې، نوموړی یوازې د لوبډلمشرۍ په برخه کې بریالی دی.

مورګن دویم لوبډلمشر دی، چې په ۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام او ۲۰۲۱ نړیوال جام سیالیو کې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري.

په ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې مورګن خپله لوبډله تر اتلوالۍ پورې ورسول نوموړی وایي:” زه اوس ښه توپ وهنه نشم کولی منډې نشم جوړولی، خو زه په لوبډلمشرۍ کې ښه یم.”

۳۵ کلن مورګن په روان کال کې د انګلستان لوبډلې ته په ۷ شل اوریزه سیالیو کې فقط ۸۲ منډې جوړې کړې دی.

د دوشنبې په ورځ د انګلستان له تمریناتي ماتې وروسته، مورګن به نن یو ځل بیا د نیوزلینډ پر وړاندې د لوبډلې مشري کوي مخکې له دې چې د شنبې په ورځ به د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ټورنمنټ لومړۍ لوبه وکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې