مقالې

د ۱۲ کلنې سکاټلینډۍ انجلۍ کیسه چې په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوې ده.

د سکاټلینډ ۱۲ کلنې انجلۍ «ریکاډاوني» چې د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام کې یې د سکاټلینډ کټ “لباس» جوړ کړ، د خلکو پام ځانته جلب کړ.

باید یاده کړو چې سکاټلینډ تر دې دمه د شل اوریزه نړیوال کوالیفای راونډ سیالۍ کې دوه سیالۍ کړي دي چې دواړه یې ګټلي دي، په خپل ګروپ لومړی مقام لري.

سکاټلینډ په دوه سیالیو کې یوه د بنګله دیش په څیر یو سخت سیال سره ترسره کړه چې بنګله دیش یې مات کړ.

کله چې د دوی لوبډله ښې لوبې کوي، په نړیواله کچه ستایل کیږي، د دغه هېواد یوه ۱۲ کلنه انجلۍ په خپلو کمالاتو د سکاټلینډ لوبډلې لباس ډیزاین کوي.

کله چې سکاټلینډ د بنګله دیش په وړاندې لوبه وګټله، ​​ریکاډاوني په ټولنیزو رسنیو کې د لوبډلې لباس سره د ځان یو عکس اپلوډ کړ، چیرې چې هغه د تلویزیون مخې ته ولاړه وه.

د هغې عکس د سکاټلینډ کرکټ بورډ لخوا هم شریک شوی و او پکې لیکل شوي و چې هغه د سکاټلینډ کټ ډیزاینر ده، کرکټ نړیوالې شورا هم د هغې کړنه ستایلي ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې