دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز مهم لوبغاړی د ټپونو له امله د شل اوریزه نړیوال جام څخه بهر شو.

د شل اوریزه نړیوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ویسټ انډیز یو ګذار وخوړ ځکه چې دوی د شل اوریز نړیوال جام د پیل دمخه مهم الراونډر «فابین الن» د لاسه ورکړ.

فابین الن د زنګون ټپ له امله له سکواډ څخه ایستل شوی او د ویسټ انډیز تخنیکي کمیټې تصویب وروسته اکیل حسین په ۱۵ کسیز نوملړ کې ځای په ځای شوی.

فابین الن د ورو توپ اچونې الراونډر و چې د کرکټ نړیوالې شورا شل اوریزه فارمټ توپ اچونکو درجه بندۍ کې یې ۱۶ او الراونډرانو کې ۱۷ مقام درلود.

ټاکل شوې ده چې ویسټ انډیز به د نړیوال جام په سیالیو لومړي ګروپ کې د استرالیا، سویلي افریقا، انګلستان، او دوه نورې لوبډلې چې کوالیفای کوي ولوبیږي.

خو ویسټ انډیز به د رسمي سیالیو وړاندې نن افغانستان خلاف تمریناتي سیالۍ کې هم ولوبیږي چې ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې