بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

د هند کرکټ بورډ د شل اوریزه لوبو لپاره هندوستان لوبډلې ته نوی لوبډلمشر په ډاګه کړ.

د هندوستان کرکټ بورډ مسؤلینو تائید کړه، چې له شل اوریزه نړېوال جام وروسته به د یاد هېواد د شل اوریزه لوبو نوی لوبډلمشر روهیت شرما وي، چې اوس په هند لوبډله کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه دنده مخې ته وړي.

د ځینو سرچینو په خبره، چې روهیت د هند لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی، خو رسمي اعلان به د شل اوریزه نړېوال جام وروسته وشي.

د انسایډ سپورټ خبري شبکې هم تائید کړې، چې دوی ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې روهیت په لیکلي ډول د هندوستان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی او په یادې ټاکنې عربي اماراتو کې د لوبډلې لوبغاړي هم خبر شوي.

اوسنی مرستیال لوبډلمشر به پر داسې مهال د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شي، چې د دې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویرات کوهلي به له نړیوال شل اوریزه جام سیالیو وروسته د هند لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشري پریږدي.

له کله چې د هند پخوانی لوبغاړی مهیندرا سینګ ډوهني د هند هیواد د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شوی، ویرات بیا تر ټولو مخکښ لوبغاړی د لوبډلمشرۍ لپاره یادېده، له دې وروسته ځینو لوبو کې روهیت د کوهلي پر ځای لوبډلمشري هم کړې، چې پایله یې هم ښه وه.

د یادونی ده چې د ویرات په لوبډلمشرۍ کې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه پورې کوم نړیوال جام نه دی ګټلی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې