دلوبغاړو په اړه

د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ ته له وخت پاتې دی خو د هند او پاکستان تقاعد شوو لوبغاړو ترمنځ دمخه په ټولنیزو رسنۍ سیالۍ پیل شوي دي.

د هند پخوانی ورو توپ اچونکی «هربجن سینګ» او د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی «شعیب اختر» د کرکټ نړیوالې شورا روان کال د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر منځ سیالۍ په اړه یو بل ته چیلینحونه ورکوي.

د کرکټ دوه سر یختو سیالانو هند او پاکستان ترمنځ به د شل اوریزه نړیوال جام خورا تمه کیدونکې لوبه د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان هیڅکله په نړیوالو جامونو کې هند ته ماتې نه ده ورکړې ، که د شل اوریزو نړیوال جام وي یا هم پنځوس اوریزه نړیوال جام.

په هرصورت، د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم به د ریکارډ بدلولو ته سترګې په لار وي ترڅو د هند په وړاندې لوبه وګټي، له بلې خوا هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي به لوی مسؤلیت ولري چې په نړیوال جام کې د پاکستان په وړاندې د هندوستان بریا ته دوام ورکړي.

په هر صورت، په میدان کې د هند او پاکستان تر منځ جګړې دمخه د دوه پخوانیو کرکټ لوبغاړو شعیب اختر او هربحن سینګ ترمنځ جګړه له میدان څخه بهر پیل شوې.

د پاکستان پخواني چټک توپ اجونکي شعیب اختر په خپل ټویټر د هند پخواني آف سپنر سره خپل عکس پوسټ کړي په کوم کې چې دوی د میډیا هاوس سره د میچ دمخه بحث ترسره کوي، اختر په خپله لیکنه کې لیکلي: د ښاغلي هربحن سینګ سره د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ دمخه د کرکټ لوبې په «مور» باندې بحث.

په ورته وخت کې هربحن سینګ هم غلی پاتې نه شو او په خپل ټویټر یې ولیکل:” کله چې تاسو په ټیسټ فارمټ کې له ۴۰۰ څخه زیاتې ویکټې واخلئ، نو ډاډه شئ چې تاسو د کرکټ په اړه ډېر پوهیږئ، نه هغه څوک چې په ټیسټ فارمټ کې ۲۰۰ ویکټې نلري.

هربجن سینګ په ۱۰۳ ټیسټ سیالیو کې ۴۱۷ او شعیب اختر بیا په ۴۶ سیالیو کې ۱۷۸ ویکټې اخیستي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې