نړیوال کریکټ

د نړیوال جام په دوام نن یوځل بیا څلور تمریناتي او دوه رسمي سیالۍ ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې نن د نړیوال جام په رسمي سیالیو کې دوه او غیر رسمي یا تمریناتي سیالیو کې ۴ لوبې ترسره شې.

په رسمي سیالیو کې به ماسپښین ۲:۳۰ بجې د کوالیفای راونډ لومړي ګروپ څخه نیمبیا د نیدرلینډ خلاف ولوبیږي.

په دویمه سیالۍ کې به له همدغه لومړي ګروپ څخه سریلانکا د ایرلینډ خلاف ماښام ۶:۳۰ بجې ولوبیږي.

په غیر رسمي یا تمریناتي سیالیو کې به ماسپښین ۲:۳۰ بجې هندوستان د اسرالیا خلاف او نیوزیلینډ د انګلستان خلاف ولوبیږي، هند او استرالیا لومړۍ تمریناتي لوبې ګټلي دي پداسې حال کې چې نیوزیلینډ او انګلستان بایللي دي.

د تمریناتي سیالیو په دوام به ماښام ۶:۳۰ بجې پاکستان د سویلي افریقا او افغانستان د ویسټ انډیز خلاف ولوبیږي، سویلي افریقا او پاکستان لومړۍ لوبه ګټلي خو افغانستان او ویسټ انډیز خپلو سیالانو ته بایللي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې