مقالې

د بنګالۍ لوبډلې سوپرفن هغه مینوال چې د پړانګ په شکل د لوبډلې تشویق کوي،په اړه یې دلته مالومات ولولئ

د کرکټ په نړۍ کې بیلابېلې لوبډلې ځانګړي سوپرفن یا خاص مینوال لري، کوم چې د رسمي لوبو په جریان کې خپلې لوبډلې تشویقوي او پخپلو ځانګړو اکټونو سره د میدان د ننه د مینوالو احساسات په جوش راولي،چې پایله کې یې د مقابلې لوبډلې لوبغاړي تر پریشر لاندې راځي.

د یادو سوپرفن یا خاصو مینوالو له منځه د افغانستان رضاخان کاکا او رحیم صدیقي، د پاکستان چاچا، د بنګله دیش پړانګ او داسې نور یې د یادولو وړ دي.

پدې لیکنه کې درته د بنګالۍ لوبډلې د ځانګړې مینوال په اړه مالومات درسره شریکو.

د بنګله دیش لوبډلې دغه خاص مینوال شعیب علي نومیږي، کوم چې په چاچاشیکاګو مشهوره دی.
نوموړی د بنګله دیش د لوبو پر وخت ځان د پړانګ په شان جوړوي او هم پر ټاټر د بنګال بیرغ رسموي چې یاده څهره د کرکټ مینوالو په منځ کې خاص ځای لري.
نوموړی د لوبې پر وخت د بنګال لوبډلې د مینوالو ولولې لا پسې پاروي او په میدان دننه، خپلو اتلان ته ځانګړی ډاډ ورکوي.

د شعیب یاده کیسه په ۲۰۱۲ کال کې د اسیا جام لوبو پر وخت، د هند او بنکاله دیش ترمنځ لوبې څخه شروع شوه؛یاده لوبه بنګاله دیش له هندوستان وګټله.
شعیب علي پدې اړه داسي ویلي:
“هغه لوبې زما ژوند رابدل کړ،ما ولیدل چې څنګه د هندۍ لوبډلې مینوالو!چاچا او سودیر د هند لوبډله تشویقول، ما فکر وکړ چې زه هم باید خپل ټیم تشویق کړم.کله چې بنګله دیش په هغه اسیا جام کې ښه وځلید، نو ما هم فایصله وکړه چې ددوی پشان به خپله لوبډله هڅوم “.

شعیب علي د خپل ژوند یو ترخه خاطره هم بیان کړي.
هغه ویلي:
“کله چې بنګاله دیش په ۲۰۱۶ شل اوریز جام کې د هند خلاف په بنګلور کې لوبیدو، نو موږ د لوبې ګټلو ته زیات نږدې شوي و خو یاد لوبه نڅاپي موږ په یوه منډه وبایلله؛په هغه ورځ ما ډېر سخت سخت وژړل “.

شعیب علي چې د پړانګ په شکل د لوبو پر وخت راڅرګندیږي،دا مهال په نړیوال شل اوریز جام کې د بنګله دیش لوبډلې د ملاتړ په پار، هرې لوبې ته تر لوبغالي ورځي او خپل اتلان په خپلو ځانګړو شعارونو سره هڅوي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې