دلوبغاړو په اړه

اسټرالیاوي توپ اچونکي له کرکټ تقاعد اعلان کړ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي جېمز پټېنسن له ټیسټ کرکټ څخه د تل لپاره استعفی اعلان کړه.

پټېنس ویلي،د اشیز سیریز سیالیو ته چمتوالی نه وو نیولی،دا به ظلم وای چې د تیاریو پرته په اشیز سیریز کې د اسټرالیا لپاره لوبیدلی وای.بله دا چې نور غواړي خپل وخت له کورنۍ سره یو ځای تیر کړي.

پټېنسن ویلي،د خپلې سیمې ویکټوریا کلب لپاره به خپلو لوبو ته دوام ورکړي او ددې ترڅنګ به ځوان استعدادي لوبغاړي هم روزي.

پټېنسن په لومړي ځل په ۲۰۱۱ کال کې نړیوال کرکټ را څرګند شوی وو.نوموړي د اسټرالیا لپاره ۲۱ ټیسټ لوبو کې ۶۱ ویکټې او همداشان ۱۵ یو ورځنیو لوبو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړي وې.

پټېنسن د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د هغو چټکو توپ اچوونکو څخه وو چې تر ۱۵۰ پورې سفیډ سره یې هم توپ اچونه ترسره کړي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې